په جوزجان کې ګازي برېښنا توليدېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه
جوزجان به  تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې د خواجه ګوګردک له ګازو څخه د توليدي برېښنا  څښتن  شي.
د جوزجان والي لطف الله عزيزي د ګازي برېښنا د فعالولو د کار څخه د کتنې  پرمهال د هغو انجنيرانو او کارګرانو د کارونو او هلوځلو له امله په قدردانۍ سره  چې  په دې توده هوا کې کار کوي وويل، چې د دغې پروژې  په پرانستلو سره به د جوزجان، بلخ  او د سرپل ولايتونو خلک  له ګازي برېښنا څخه برخمن شي .
عزيزي  زياته کړه، دغه دستګاه به په لومړي پړاو کې ٤٢ ميګاه واټه او په دويم پړاو کې ٥٢ ميګاه واټه برېښنا توليد کړي.
ويل کېږي  چې د دغې دستګاه  په فعاليدوسره به افغانستان د لومړي ځل  لپاره د خپلې  ګازې برېښنا څخه استفاده وکړي.
پاى \ج\  ذ

 

back to top