کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
په پروان کې څه د پاسه دوه سوه کورنيو چې د دوى پرځمکو د وارداتي برېښنا ستنې درول شوې دي نن يې په بدل کې نغدې پيسې ترلاسه کړي.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د برېښنا دغه ستنې د جبل السراج ولسوالۍ له پشتې سرخ څخه د کاپيسا د احمد بيګ تر غونډۍ پورې په زياتو سيمو کې د دغو دوو ولايتونو د خلکو په ځمکو کې درول شوې دي .
دغه پيسې چې شل مليونه افغانى کېږي د انرژۍ او اوبو وزارت د ځمکو خاوندانو ته ورکړې.
ختم _ ج – اکرم