15 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غزني خلکو د جمهور رييس د ژمنو د تحقق هرکلى وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د چنګاښ ٣١ مه
د يوشمېر وزارتونو او د برېښنا شرکت مسوولينو پرون د غزني له خلکو سره د خپلو پرمختيايي پروګرامونو او د جمهور رييس د ژمنو د تحقق رپوټونه شريک کړل .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې،  د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا، انرژۍ او اوبو، عامې روغتيا، ماليې، کرنې او اوبو لګولو وزارتونو معينانو او د برېښنا شرکت استازي غزني ته په خپل سفر کې د غزني له خلکو سره د جمهور رييس د ژمنو د تحقق په باب د خپلو اجرااتو رپوټونه  شريک کړل او د دغه ولايت د خلکو نظريې ، انتقادونه او پيشنهادونو يې واوريدل .
د غزني والي وحيد الله کليمزي په دې غونډه کې دغه ولايت ته د جمهور رييس د پاملرنې او د چارو د جدي تعقيب او په تېره بيا  د جمهور رييس د ژمنو د تطبيق له امله  قدرداني وکړه .
هغه د درېيو امنيتي حوزو منظوري او جوړولو، د ملي امنيت  د٣٠٧ او د کومانډو د قطعاتو د استولو او ځاى پرځاى کولو، د ملي اردو د يو پلي کنډک  د استولو او ځاى پرځاى کولو، په طالبانو  د ځمکنيو او هوايي عملياتو د ترسره کولو، د ده يک او د خواجه عمري ولسواليو د بېرته نيولو، په ښاري کمربند او نويو ازادو شويو ولسواليو کې د امنيتي پوستو د جوړولو، د الجهاد د جومات د جوړولو د کار پيل ،  د سل بستريز روغتون د ودانۍ، د فاتحې اخستلو د يوه سالون د جوړولو او د حوزوي روغتون ملکي روغتون ته د لوړولو په اشارې سره د غزني له خلکو سره د جمهور رييس  د ژمنو په زيات تحقق  ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې د چارو په اداره کې د غزني د همغږۍ مسوول ميثاق محمدي د خلکو دغوښتنو او لومړيتوبونو د څېړنې په لاره کې د وزارتونو د کړو وړو په باب  چې دوې مياشتې مخکې  په  درې ورځنۍ کارګاه کې له خلکو څخه راټول شوي و،  هم معلومات ورکړل .
ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Monday, 22 July 2019 13:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.