14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

لس وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر لس وسله وال طالبان په هلمندکې...

په هرات کې د ادارو په تشو بستونوکې د کارکوونکو د استخدام بهير ګړندي کول

په هرات کې د ادارو په تشو بستونوکې د کارکوونکو د استخدام بهير ګړندي کول

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر د هرات والي عبدالقيوم رحيمي د...

په هېواد کې د تورنو کسانو د ځورونې پر بندولو ټينګار وشو

په هېواد کې د تورنو کسانو د ځورونې پر بندولو ټينګار وشو

کابل/ د تلې ۲۲ مه/باختر د ځورونې د بندولو د عالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په پکتيا کې د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر هلې ځلې پيل کړې دي .
دغه وزارت غواړي د مالدارۍ د نويو لارو چارو د پوهاوى او ښځو ته د شېدو لوشلو د وسايلو  په وېشلو سره  د هغوى کاروبار ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په پکتيا کې په يوسلو لسو مالدارو ښځو د شېدو د لوشلو اوساتلو وسايل ووېشل شول.
د پکتيا د کرنې او اوبو  لګولو رييس  صمد الدين مومند باختراژانس ته وويل، چې د دغو وسايلو په وېشلو سره مالدارې ښځې کولاى شي د شېدو لوشل او ساتل په سمه توګه وکړي .
هغه وويل: دغه رياست  مالدارو ښځو ته روزنيزه کارګاه جوړه کړې ده، څو ښځې د مالدارۍ  له نويو لارو چارو څخه خبرې شي.
په پکتيا کې مالدارې ښځې هغه سيمه ييزې اړې  ښځې دي  چې خپل مېړونه يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي .
دوى د شېدو، پنير، کوچو او پېروي د پلورنې له لارې  د خپلې کورنۍ اړتيا برابروي او هڅې کوي چې د خپلې کورنۍ اقتصاد  پياوړى کړي .
ختم_ج _ اکرم

Last modified on Tuesday, 23 July 2019 08:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.