د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ
د کرنې او اوبو لګولو وزارت په پکتيا کې د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر هلې ځلې پيل کړې دي .
دغه وزارت غواړي د مالدارۍ د نويو لارو چارو د پوهاوى او ښځو ته د شېدو لوشلو د وسايلو  په وېشلو سره  د هغوى کاروبار ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په پکتيا کې په يوسلو لسو مالدارو ښځو د شېدو د لوشلو اوساتلو وسايل ووېشل شول.
د پکتيا د کرنې او اوبو  لګولو رييس  صمد الدين مومند باختراژانس ته وويل، چې د دغو وسايلو په وېشلو سره مالدارې ښځې کولاى شي د شېدو لوشل او ساتل په سمه توګه وکړي .
هغه وويل: دغه رياست  مالدارو ښځو ته روزنيزه کارګاه جوړه کړې ده، څو ښځې د مالدارۍ  له نويو لارو چارو څخه خبرې شي.
په پکتيا کې مالدارې ښځې هغه سيمه ييزې اړې  ښځې دي  چې خپل مېړونه يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي .
دوى د شېدو، پنير، کوچو او پېروي د پلورنې له لارې  د خپلې کورنۍ اړتيا برابروي او هڅې کوي چې د خپلې کورنۍ اقتصاد  پياوړى کړي .
ختم_ج _ اکرم

Last modified on Tuesday, 23 July 2019 08:52
back to top