یوناما: په لوګرکې ملکي وګړوته زیانونه اوښتي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د زمري لومړۍ
د ملګرو ملتو د سازمان د معاونیت هیئت دفتر تايیده کړې ده، چې په لوګرکې په وروستیو هوایي بريدونو کې ملکي وګړو ته د سرزیانونه اوښتي دي .
د باختراژانس د خبریال د خبرله مخې، یوناما نن علام وکړ چې د دغه بنسټ د لومړنیو تحقیقاتو له مخې د لوګرپه برکي برک ولسوالۍ کې د دولت په هوايي بریدونو کې د درېیو ښځو او څلورو ماشومانو په ګډون ۹ ملکیان شهیدان شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتو د سازمان د معاونیت هیئت دفتر له ملکي وګړوڅخه د ملاتړ او هم په دې باب د تحقیقاتو د پایلې د خپرېدو غوښتنه کړې ده .
د ملي دفاع وزارت تاییده کړې ده، چې د دوشنبې په شپه د لوګرد برکي برک ولسوالۍ په دشت خاکه سیمه کې هوايي عملیات ترسره شوي دي، چې په هغه کې په چاودېدونکو توکو باریو موټرویجاړ شوى او درې ډاراچوونکي چې ځانمرګي برید ته ګومارل شوي وو وژل شوي دي .
دفاع وزارت پر دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو د سر د زیانونو زیاتوالى نه دی تایید کړی، خو ویلي يې دي چې د یوه هیئت په استولو سره د دغې پېښې څرنګوالى څېړي.
د برکي برک ولسوال هم پر دغو عملیاتو کې د ملکیانو د زیانونو زیاتوالى تایید کړی دی، خو ويلي يې دي چې د يادې پېښې څېړنه به د دولتي هیئت له لوري سخته وي ځکه دغه سیمه د طالبانوترکنټرول لاندې ده.
ختم _ ع


 

Last modified on Tuesday, 23 July 2019 13:07
back to top