19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختيځ کې د بهسودو پله بيا رغاونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري  ١٩مه
د هېواد په ختيځ ننګرهارکې د بهسودو پُل له بيا رغاونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه پله د ترميمولو او بيا رغاونې کار څلور مياشتې دوام وکړ او ويل کېږي چې د فوايد عامې وزارت د دغه پله د ترميمولو او بيا رغاونې لپاره ٢٧ ميليونه افغانۍ بيلې کړې دي.
د بهسودو پُل کونر او نورستان له ننګرهار سره نښلوي.
د نورستان او کونړ زياتره خلک له دغه پله څخه په تېرېدو سره د کابل په ګډون نورو ولايتونو ته تګ راتګ کوي.
د ويجاړتيا په دليل د دغه پله تړل کېدل مسافرانو او سوداګريزو کاروانونو ته زياتې ستونزې پيدا کړې وې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د دغه پله د بيا پرانيستلو په مراسموکې وويل چې له دغه پله څخه ګټه اخيستنه د ترافيکو حجم کموي او د مسافرانو او سوداګريزو کاروانونو په تګ راتګ کې د آسانتيا سبب کېږي.
د ننګرهار والي وايي چې د نېکمرغه لوى اختر له تېرېدو وروسته به د بهسودو پله د دواړو لورو د واټ د ترميمولو او پخولو کار هم پيل شي.
ختم- ف - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.