19 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

په پکتيا کې نږدې سل کيلوګرامه چرس ضبط شول

ګرديز / باختر\ د زمري٢٨مه نږدې سل کيلوګرامه چرس په پکتيا...

  بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

بغلانيانو د کابل وروستى ځانمرګى بريد وغانده

پلخمري / باختر\ د زمري٢٨مه بغلانيانو په کابل ښار کې وروستى...

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : په بغلان کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د بزګرانو د محصولاتو د خرابوالي دمخنيوي لپاره دکرنې وزارت هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د زمري ٢١مه
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې د لسګونو سړو خونو په جوړولو سره په ننګرهارکې د بزګرانو د محصولاتو د خرابوالي مخه ونيسي.
همدا اوس د سړو خونو نشتوالى د دې سبب شوى دى چې د بزګرانو محصولات په ډېر لنډ وخت کې خراب شي.
له بلې خوا هم د بزګرى د محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو په نشتوالي کې، بزګران دې ته اړ دي په هره بيه چې کېږي؛ خپل محصولات وپلوري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اعلام وکړ چې ټاکل شوې ده د بزګرانو د محصولاتو د ساتنې لپاره په ننګرهارکې ٦٠ سړې خونې جوړې کړي. له دغو سړو خونو څخه هر يو به د سلګونو ټنو کرنيزو محصولاتو د ساتنې ظرفيت ولري.
دغه سړې خونې د ننګرهار په څو سيموکې جوړېږي چې لږ تر لږه ټول بزګران هغو ته لاسرسى ولري.
دغه سړې خونې بزګرانو ته د دې امکان برابروي چې خپل محصولات په ډاډه زړه او په ښه بيه په بازارونوکې او يا پر سوداګرو وپلوري.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ادارې يوه مسوول وويل چې د دغو سړو خونو د جوړولو کار به له نېکمرغه لوى اختر وروسته پيل شي. 
ختم- ف- اکرم

Last modified on Tuesday, 13 August 2019 16:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.