په بلخ کې د سماع د نڅا غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف / باختر\ د زمري٢٦مه
د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې د هرکلي په خاطر  نن په بلخ کې د سماع د نڅا غونډه جوړه شوه .
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د مولانا د فرهنګي اوونۍ د پروګرامونو په لړ کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هڅو او د اپسو موسسې په همکارۍ د مزارشريف په ښارکې د سماع د نڅا غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين اجمل شاهپور، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق، د اپسو د رواني ټولنيزې موسسې مسوول مهدي نيازي  او د دغه ولايت يوشمېر فرهنګيانو اومدني فعالانو ګډون درلود.
پاى \ذ \

 

Last modified on Saturday, 17 August 2019 13:20
back to top