06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې د کرنيز او صنعتي نندارتون جوړول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر\ د زمري٢٦مه
د بلخ د بزګرانو او صنعتکارانو کرنيز او صنعتي محصولات نن د مزارشريف په ښارکې  نندارې ته وړاندې شول.
د باخترآژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې، دغه نندارتون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رياست جوړ کړى دى.
په ياد نندارتون کې د دغه ولايت د صنعتګارانو او بزګرانو صنعتي او کرنيز محصولات  د مزار شريف په ښار کې په  ٣٥ غرفو کې  د درېيو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوې دي.
يوشمېر بزګرانو او صنعتکارانو چې خپل محصولات يې په  نندراتون کې نندارې ته وړاندې کړي و له هېوادوالو څخه غواړي چې د هېواد د بسياينې په منظور له کورنيو توليداتو څخه ګټه واخلي.
پاى \ ذ \

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.