په سرپل کې د دوو پروژو کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر\ د زمري ٢٧مه
په سرپل کې پرون د دوو ټولګټو پروژو کار پيل شو.
د سرپل ښاروال عبدالولي دانش د باختراژانس خبريال ته وويل، په دغو پروژو کې د غلو د پلورنې بازار او د ښځينه حمام جوړول شامل دي.
دانش زياته کړه، چې يادې پروژې د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت د دولت له تشويقي او غير مشروط بودجې څخه رغول کېږي.
د سرپل د والي مرستيال صلاح الدين چريک زاده وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه ولايت په ځينو نورو سيمو کې هم د ورته نورو پروژو چارې پيل شي.
  ختم _ سعيده _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 18 August 2019 10:52
back to top