19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې دوه داعشیان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۲۸ مه د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په...

د زابل په موټر بم بریدکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښت

قلات/باختر/ د وږي ۲۸ مه نن سهار شاوخو پنځه نیمې بجې...

تبصره

کابل باختر دوږي ٢٨مه : ډار اچوونکي بريدونه نه شي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندز کې د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانېستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کندز / باختر\ د زمري٢٨مه
په کندز کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په  وياړ پرون د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو نندارتون پرانيستل شو.
د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس عبدالهادي قرلق د باخترآژانس سيمه  ييز خبريال ته وويل، دغه نندارتون چې د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکارۍ د کندز ښاروالۍ په  چمن کې جوړ شوى دى، پکې کرنيز محصولات، وطني غالۍ،لاسي صنايع، تازه او وچه مېوه په دېرشو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د کندز ښاروالۍ سرپرست نجيب الله عمرخېل وايي د دغه شان نندارتونونو جوړول ښه بازارموندنه ده او زياته يې کړه چې کندز د کرنې او مالدارۍ په برخه کې يو له مخکښو ولايتونو څخه دى.
دغه نندارتون نن هم  د مينه والو پرمخ پرانيستى دى.
پاى \ ذ  \

 

Last modified on Tuesday, 20 August 2019 04:12

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.