19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بغلان کې شپږسوه کورنيو ته اوبه برابرې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري / باختر د زمري٢٨مه : 
په بغلان کې د دوو پروژو کاربشپړ او پرون د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ پرانېستل شوې.
د بغلان د کليو د بيا رغاونې او پراختيا رياست د ولسي تړون پروګرام مسوول احمد ضيا رحيمي باخترآژانس ته وويل، يادې پروژې  د څه دپاسه درېيو ميليونو افغانيو په لګښت د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت له بودجې او په سلو کې لس سلنه د خلکو په ونډې سره په شپږو مياشتو کې جوړې شوې دي.
د کليود بيارغاونې او پراختيا رييس انجينر اول خان احمدزي وويل، په لومړۍ پروژه  کې د دوه سوه پنځوسومترو په اوږدوالي دکانالونو  او درې اوويا متره د استنادي ديوال جوړول شامل دي چې سر بېره پردې  دوه سوه کورنيو ته د څښاک اوبه او د صنعتي بغلان په پنځم سړک کې  اته سوه جريبه کرنيزو ځمکو ته هم اوبه  برابرې شوې دي.
دويمه پروژه چې د بغلان د قرمقول د کلي د اوبو رسولو شبکه پکې شامله ده له چينې څخه د څښاک اوبه د درېيو کيلومترو په اوږدوالي درېيو زېرمو ته لېږدوي چې وروسته په څه ناڅه څلور سوه کورنيو وېشل  کېږي.
پاى \ ذ

 

Last modified on Monday, 19 August 2019 12:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.