په ننګرهار کې څه دپاسه ٢٠٠ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۱۷ مه
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د څه پاسه درې میلیونو افغانیو په لګښت د یونېسف  په مالي مرسته د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
چارواکي وايي چې دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پرمختیا وزارت په کلیوالي سیموکې د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې د ملي پروګرام په چوکاټ کې تطبیق شوې ده.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پرمختیا رییس انجنیر مجیب الرحمن ضیا باختر آژانس ته وویل: د یادې پروژې په جوړېدو سره په کوټ ولسوالۍ پورې اړوند انارخېلو سیمه کې ۲۳۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
پای/وصال

back to top