د هېواد درې رنګه بيرغ د وردوج ولسوالۍ پر مقر ورپول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۱۷ مه
د هېواد درې رنګه بيرغ له پنځو کلونو وروسته د وردوج ولسوالۍ پر مقر ورپول شو.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د بدخشان امنيتي مسوولين وايي: د وردوج ولسوالۍ چې پنځه کاله د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې وه، دوه ورځې مخکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملياتوکې د پوځيانو لاسته ورغله او د ملکي او پوځي مسوولينو په شتون د هېواد درې رنګه بيرغ د دې ولسوالۍ پر مقر ورپول شو.
د دغوعملياتو په پايله کې چې څو ورځې مخکې له وسله والو طالبانو څخه د وردوج ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه پيل شوي وو، د دغې ولسوالۍ مرکز او څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول. دغه راز د بدخشان لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال قاري فصيح الدين په ګډون څه د پاسه ١٠٠ کورني او بهرني جګړه ماران او لسګونه سيمه ييز قوماندانان ووژل شول او لسګونه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د وردوج ولسوالۍ له شاوخوا سيمو څخه د وسله والو طالبانو د شړلو په موخه د افغان پوځيانو عمليات لا هم دوام لري.
پاى \ ذ

 

back to top