24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کندزکې د څلورو ښوونځيو ودانۍ جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي١٧ مه
د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو معين ډاکتر محمد ابراهيم شينواري په کندزکې د څلورو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو قراردادونه پرون له درېيو ساختماني موسسو سره لاسليک کړل.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو قراردادونو له مخې دڅه دپاسه ٥ ميليونو ٤٠٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت د کندز د (فاطمة الزهرا) او (خديجة الکبرا) د نجونو ليسو  او د حضرت علي او شيرخان د هلکانو د ليسو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي.
د دغو قراردادونو د لاسليک کولو په مراسموکې د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو معين د يادو پروژو په باب معلومات ورکړل او له تمويلونکو موسسو څخه يې چې   د پرمختيايي پروګرامونو د تطبيق په لاره کې له پوهنې وزارت سره مرسته او همکاري کړې ده، مننه وکړه.
وروسته د آلمان د سيمه ييزې پراختيا موسسې رييس خبرې وکړې او ويې ويل چې د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د حکومت يوه اساسي موخه ښوونې او روزنې ته د ښوونځي په شرايطو د ټولو برابرو ماشومانو لاسرسى دى او د دې ترڅنګ چې د افغانستان د پوهنې وزارت له پروګرامونو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ؛ له دغه وزارت سره يې د اړوندې موسسې د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
د قراردادونو له مخې، د دغو ليسو په هره يوه ودانۍ کې په دوو پوړونوکې درې بلاکونه اوپه هر بلاک کې ١٣ درسي خونې او نور اړين ملحقات په پام کې نيول شوي دي او ټاکل شوې ده دغه ودانۍ د اتلسو مياشتو په موده کې جوړې شي.
دغه قراردادونه د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو معين د ساختماني موسسو له رييسانو سره لاسليک کړل.
پاى \ف \ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.