22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې معلولانو ته دهوساينې دمرکزونو په جوړولو او د خدمتونو دکيفيت په لوړولو باندې ټينګار

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

هرات /باختر/ د وږي ۱٨مه
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي  معلولانو ته  دسوکالۍ دمرکزونو د جوړولو او دخدمتونو دکيفيت دوړاندې کولو اړتيا جدي وبلله .
دهرات والي دفيزيوتراپۍ دنړيوالې ورځې په مناسبت  دمعلولانو په يوه غونډه کې ټينګار وکړ چې دهرات سيمه ييزه اداره  دمعلولانو دستونزو لېرې کولو ته خاصه پاملرنه کوي.
په دې ترڅ کې هغه معلولين چې  دفيزيوتراپستانو دزحمتونو په درناوي دهرات ښار
په مرکزي واټ کې لاريون کړى دى له معلولينوسره دهرات ولايت دمشرتابه دهڅونې او ملاتړ له امله مننه وکړه او دروغتيايي ټيمونواو ډاکترانو په تيره بيا دفيزيوتراپستانو همکاري يې  دقدر وړ وبلله .
په دې  کتنه کې  دهرات والي دفيزيوتراپستانو دستاينې په لاره کې  دمعلولينو دښه احساس له امله قدردانې وکړه.
دوږي اوولسمه دفيزيو تراپستانو نړيواله ورځ ده چې سږ کال دمعلولانو له لوري په متفاوت ډول په هرات کې  ونمانځل شوه .
پاى \ ذ

Last modified on Monday, 09 September 2019 13:00

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.