06 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهرات والي دشهيد داوونۍ اودشهيدانوله کورنيو سره په ملاتړ ټينګاروکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دهرات والي عبدالقيوم رحيمي دملي اتل  احمد شاه مسعود  دشهادت داتلسم تلين او دشهيد داوونۍ دپيل په مراسمو کې دشهيدانو له کورنيو سره په ملاتړ ټينګار وکړ .
په دغو مراسمو کې  چې دچارو دادارې  رييس سيد عبدالوحيد قتالي،  په سلګونو دولتي مقاماتو، جهادي قوماندانانو، خلکواودشهيدانو، معلولينو کورنيو او بچيانو ګډون کړي و  ، دهرات والي  دافغانستان دخلکو دجهاد نتيجه دوخت دشوروي  له منځه وړل وبلل او زياته يې کړه له بده مرغه دافغانستان دخلکو دجهادثمره نورو لوټ کړل .
  رحيمي  دشهيدانو په تېره بيا دهېواد دملي اتل ياد او خاطرو ته په درناوي سره زياته کړه: شهيداحمد شاه مسعود دپرديو غلامانو ته  ثابته کړه چې په افغانستان کې ځاى نه لري .
دهرات والي هغو کسانو ته چې دنظام نابودولو ته سترګې نيولي دي خبردارى ورکړ او ټينګار يې وکړچې طالبان دې بايد دخپل بي ننګۍ خوبونه ګور ته يوسي
  ختم_ ج ٠-اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.