19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بغلان ته دجمهوري رياست دانتخاباتو دتوکو دلېږدونې بهير بشپړ شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دجمهوري رياست دانتخاباتو حساس اوغير حساس توکي نن بغلان ته ولېږدول شول .
دبغلان دانتخاباتودخپلواک کميسيون دساحوي دفتر رييس نور الله پيغام باختراژانس  ته وويل چې دبغلان ولايت ته دجمهوري رياست دانتخاباتو دحساسو اوغير حساسو توکو دلېږدونې بهير بشپړ شوى دى او دلويو لارو په تګلورو کې دامنيتي ستونزو اوګواښونو په لرې کېدو سره دغه توکي ولسواليو ته هم لېږدول کېږي .
پيغام زياته کړه چې په بغلان کې په شرايطو برابر څلورسوه پنځه ويشت  زره تنه دانتخاباتو په بهير کې  ګډون ته چمتو دي او دبغلان په مرکز  او دهنه غوري له ولسوالۍ  پرته  په ديارلسو  ولسواليو کې دراى ورکولو له دوه سوه شپاړلسو مرکزونو څخه په ګټې اخستنې سره به په دې  بهير کې ګډون وکړي .
  ختم_ ف – اکرم

 

Last modified on Wednesday, 11 September 2019 13:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.