19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داسعد اباد- سرکاڼو په لويه لاره کې دمسافرانو او دسوداګريزو کاروانونو دامنيت دتامينولو لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي ٢٠مه :
دکونړ ولايت په يوه ډېره ګن مېشته لاره اسعد اباد _سرکاڼو کې دمسافرانو او دسوداګريزو کاروانونو دامنيت دتامينولو لپاره هڅې  پيل شوې دي .
  پوځي مقامات وايي دامنيتي پوستو په جوړولو سره هڅه کوي چې مسافرانو او سوداګريزو کاروانونوته د خوندي تګ راتګ زمينه برابره کړي
داپه داسې حال کې ده چې داسعداباد -  سرکاڼو لويه لاره  په دې وروستيو وختو کې  دپوځي عملياتوپه بهيرکې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان  باختراژانس  ته خبرورکړ چې داسعد اباد –سرکاڼو په لويه لاره کې دپوستو دجوړولو کار پيل شوى دى .
هغه وويل چې ددغو پوستو په جوړيدو او دپوځيانو د ځاى پرځاى کېدو سره به په دې لويه لاره کې امنيت تامين شي .
په همدې حال کې دکونړ اوسيدونکو او سوداګرو داسعد اباد _سرګاڼو په لويه لاره کې دپوځيانو دځاى پرځاى کېدو هرکلى وکړ .
  ختم- ف _ اکرم
                                                          

Last modified on Wednesday, 11 September 2019 13:00

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.