په تخارکې درې زره هکتاره ځمکې ته اوبه برابرېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
په تالقانو ښارکې د اوبو د ١٩ کانالونو د جوړولو کار نن پيل شو.
د تخار د والي وياند جواد هجري د باختر آژانس خبريال ته  وويل: په تالقانو ښارکې        د اوبو دغه کانالونه د ٧٩ميليونو افغانيو په لګښت د آسيايي پرمختيايي بانک (ADB) له بودجې څخه په اتلسو مياشتو کې جوړېږي.
هغه وويل چې د دغو کانالونو په جوړېدو سره څه ناڅه درې زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبيږي.
پاى \ ذ 

back to top