11 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خصوصي او ټولګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په اړه غونډه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د خصوصي او ټولګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په اړه جوړ شوي کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د ماليې، اوبو او انرژۍ، کلیو او پراختیا، کانونو او پټرولیم وزارتونو او د برېښنا شرکت، ملي تدارکاتو او د چاپېریال ساتني ملي ادارو ګډون کړی و، د خصوصي او ټولګټو پروژو د تطبیق پر وړاندې د پرتو ستونزو او د افغانستان برېښنا شرکت، غضنفر ګروپ او بیات پاور د برېښنا د تولیدي دستګاوو په اړه خبرې وشوې.
د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي ريیس او د اجرايیوي ریاست سرپرست احمد خالد ستانکزي وویل: برېښنا شرکت د ټولګټو پروژو له لارې څلور پروژې په پام کې لري چې ۲۲۲۰۰۰ میګا واټه برېښنا به د ابو ذغالو، باد، او د لمر له لارې تولید کړي چې په دې سره به په هېواد کې د وارداتي برېښنا کچه راټیټه شي.
نوموړي زیاته کړه: افغانستان د ټولګټو پروژو په لومړیو کې دى، د دې ګډون دوام به د انرژۍ سکتور ترڅنګ د افغانستان له اقتصاد سره مرسته وکړي او د افغانستان برېښنا به له وارداتي څخه په صارداتي بدله شي.
د ستانکزي په وینا: د افغانستان برېښنا شرکت په لوړه بيه د برېښنا د پېرلو او د پیسو پر وخت د نه ورکړې او همدا رنګه د نظارت د ادارې نشتون، د بانکونو د پور د سیستم نه موجودیت او د بانکونو د تضمین لوړوالی هغه ستونزې دي چې باید ورته د حل لارې چارې ولټول شي.
همدا راز د کانونو او پټرلیم وزارت استازي احمد فرهاد احمدي وویل: د طبیعي ګازو له لارې د برېښنا تولید چې د شبرغان د یتیم تاق د ګازو له څاګانو څخه ګټه واخیستل شي چې غضنفر ګروپ او د بیات پاور سره تړون شوي دي چې د برېښنا په تولید کې به رغنده رول ولري.
احمدي زیاته کړه: د شبرغان د ګازو په یاده سیمه کې د ګازو پنځه څاګانې دي چې له دوو څخه يې د ګټې اخیستنې کار روان دی او د یوې نل لیکې په مټ چې ۵۰ سلنه کارونه یې بشپړ شوي د مزار ښار ته  د تصفیې لپاره ولېږدول شي.
نوموړي د یادې نل لیکې د امنیت او د ګازو د تصفیې او په دې برخه کې د UNICON په نامه د قراردادي شرکت مالیاتي ستونزو ته د حل لارو چارو غوښتنه وکړه.
د کمېسیون مشر او د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال انجنیر محمد خان وویل: افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې یو بډاى هېواد دی، خو له بده مرغه اوس هم د هېواد ډېره برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، هیله ده چې دغه اړتیا په نږدې راتلونکې کې پوره او برېښنا په برخه کې په ځان بسیا شو.
د کمېسیون مشر او د اجرايیه ریاست لومړي مرستيال د اقتصاد وزیر په مشرۍ د مالیې، عدلیې، کانونو او پټرولیم، اوبو او برېښنا وزارتونو او برېښنا شرکت په غړیتوب د تخنیکي غونډې لارښوونه وکړه، چې د برېښنا د تولید په برخه کې ستونزې په ګوته او پایلې یې د  وزیرانو شورا ته وسپارل شي.
پاى – ذ

 

Last modified on Sunday, 15 September 2019 04:34

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.