په بغلان کې له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې ويجاړېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۳ مه
وسله والو طالبانو بيا هم تېر ماښام د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدين کې د وارداتي برېښنا ستنه ويجاړه کړه.
د غوري د برېښنا رياست يوه خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو د پلخمري ښار د ډنډغوري په وزغري کلي کي له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د ستنې په وېجاړولو سره کابل ته د وارداتي برېښنا بهير هم غوڅ کړى دى.
هغه زياته کړه: هغه سيمه چې د برېښنا ستنه پکې ويجاړه شوې ده؛ د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
خو د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وويل چې د برېښنا د بهير او د ستنې د بيا جوړولو کار پيل شوى دى.   
پاى \ ذ 

 

Last modified on Sunday, 15 September 2019 04:34
back to top