22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات خلکو د ترافيکو پرمخ د امنيې قوماندانۍ د سړک په تړلو انتقاد وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
د هرات د امنيې قوماندانۍ قرارګاه ته د غځيدلي واټ يوشمېر اوسيدونکي د خلکو او وسايطو د تګ راتګ پرمخ د دغه تګلوري د تړلو له امله شکايت کوي.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي نن په خپله ددغې ساحې د اوسيدونکو شکايتونه او ستونزې وڅېړلې.
د دغې سيمې اوسيدونکي ادعا کوي چې د هرات امنيه قوماندانۍ ته د غځيدلي واټ تړل کېدل؛ دوى ته د جدي ستونزو د رامنځته کېدو سبب شوي دي.
د هرات والي د خلکو د ستونزو د څېړنې په موخه د هرات د امنيې قوماندانۍ مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د يادونې وړ ده چې له څو ورځو راپدېخوا د امنيتي ګواښونو په دليل د هرات امنيې قوماندانۍ ته غځيدلى واټ د خلکو او وسايطو د تګ راتګ پرمخ تړل شوى دى.
پاى \ ج\ ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.