22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د دره صوف - يکاولنګ لويې لارې د قير کولو کار دوام لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-  کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه
د سمنګانو د دره صوف – باميانو – يکاولنګ لويې لارې د قيرکولو کار دغه راز دوام لري.
دغه سړک د ١٧٨ کيلومترو په اوږدوالي او شپږو مترو سور سره د هېواد په شمال کې د سمنګانو ولايت د هېواد له مرکزي ولايت باميانو سره نښلوي.
دا له شمال سره د لرغوني باميان د نښلولو لپاره ډېره لنډه لاره ده.
د دې لويې لارې د قيرکولو لګښت نږدې ٢٠٤ ميليونه ٩٩١ زره ډالره کېږي چې آسيايي پرمختيايي بانک يې ورکوي.
د فوايد عامې وزارت يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دره صوف – يګاولنک لويې لارې د قيرکولو کار ١٥ سلنه پرمخ تللى دى.
د هېواد خلک د دره صوف – يکاولنګ لويې لارې د قيرکولو د کار د پيل له امله خوښي څرګندوي او له حکومت څخه غواړي چې په دې مهمه پروژه کې دې کيفيت په پام کې ونيسي.
پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.