15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حساس انتخاباتي توکي د بدخشان سختو لارو لرونکو سيمو ته ولېږدول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه 
د ملي دفاع وزارت په بدخشان کې د رايې ورکولو ٢٦١ مرکزونو ته حساس انتخاباتي توکي په الوتکوکې ولېږدول.
د بدخشان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رييس فرامرز منګل دباختر آژانس خبريال ته وويل چې حساس انتخاباتي توکي د پروګرام له مخې د يارلسو سختو لارو لرونکو ولسواليو ته د هوا له لارې ولېږدول شول او په نږدې راتلوونکي کې به نور حساس توکي هم د بدخشان د مرکز او نورو ولسواليو ته ولېږدول شي.
هغه زياته کړه: د وروستيو شمېرنو له مخې، په بدخشان کې د رايې ورکولو د٢٧٧  مرکزونو له جملې څخه د رايې ورکولو په  ١٦ مرکزونوکې لوړامنيتي ګواښونه شته.
د بدخشان امنيه قوماندان سمونوال اسدالله محمدي ډاډ ورکړ چې دملي امنيت، ملي پوليسو او ملي اردو ځواکونه د رايې ورکولو د مرکزونو او د رايې ورکوونکو د امنيت د تامين لپاره هلې ځلې کوي.
پاى \ ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.