دترافيکو رياست دترانسپورت له وزارت سره مدغم شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
دترافيکو رياست دترافيکو  دملي ادارې دنامه په بدلون سره دترانسپورت له وزارت سره مدغم شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دترانسپورت وزير يما ياري نن په يوه خبري ناسته کې وويل: دکاري اړيکو په دليل او هېوادوالو ته داسانتياو دبرابرولو په خاطر دترافيکو  رياست چې پخوا دکورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې فعاليت کاوه دترانسپورت له وزارت سره مدغم شوى دى .
  هغه وويل: له دې وروسته به دترافيکو رياست خپل خدمتونه دترانسپورت  وزارت په چوکاټ کې دترافيکو دملي ادارې په نامه وړاندې کړي .
ختم_ عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 18 September 2019 12:00
back to top