18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دچلونې دجواز او دجوازسيردويش بهير برېښنايي کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى وزارت دچلوونې دجواز ، جواز سير اودترانسپورتي خدمتونو دجواز داخستلو دبهير داسانولو په مقصد نن دترانسپورت له وزارت سره  يو هوکړه ليک  لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه هوکړه ليک پربنسټ دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت  دترانسپورت وزارت  له لوري  دخدمتونو دوړاندې کولو بهير  اسانه  او برېښنايي کوي  چې  دعوايدو په رونټيا او راټولولو کې به  اغيزمن  او ګټور رول  ولري .
  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  وزارت  نوماند وزير محمد فهيم هاشمي ددغه هوکړه ليک دلاسليک کولو په وخت کې وويل  چې برېښنايي کول اويا ديجيتلي کول له فساد سره دمبارزې  په برخه کې  ديو هېواد مخه نيسي او دعدالت  اورونټيا له تامينولو سره مرسته کوي .
  هغه وويل دغه بهير په ادارو کې دوخت دضايع کيدو او داداري فساد مخه نيسي .
هغه وويل: ددغه بهير يوه لاسته راوړنه  دچلونې دجواز دکار پيل دى چې ازمايښتي بهير يې  پيل شوى دى . او ټاکل شوې ده  په راتلونکو اوونيو کې  په رسمي ډول  پيل شي .
  وروسته دترانسپورت وزير يما ياري وويل :دترانسپورت برخه  اصلاحاتو او ديوه  اغيزمن او ځواب ورکوونکى سيستم  رامنځته کولو ته  اړتيا لري او په همدې لحاظ  موږ دچارو دبرېښنايي کولو بهير  پيلوو .
  هغه  وويل  چې دغه  سيستم دسند نه لرونکو وسايطو او دعوايدو له راټولولو سره  مرسته کوي او هغه عوايد چې دترانسپورت له برخې څخه ترلاسه کېږي شفاف  به وي .او هېوادوال به  دانلاين په ډول هغه وګوري .
   ياري زياته کړه  دغه بهير  له  کابل څخه پيلېږي او وروسته  ولايتونو ته  پراختيا مومي .چې دجرمونو دکنترولولو ، مالي سپما ، اوپه کار کې درونټيا او چټکتيا په برخو کې به   اغيزمن وي .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.