17 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هرات د پښتون پله د ترميم کار پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه
د هرات ولايت د سړکونو د ساتنې او څارنې رياست مسوولينو په دغه ولايت کې د پښتون پله د ترميماتو د کار د پيل خبر ورکړ.
دغه مسوولين وايي چې د دغه پله د ترميم کار د دغې ادارې په کاري لومړيتوبونوکې دى چې اوس پيل شوى دى او په نږدې راتلونکې کې به بشپړ شي.
د هرات ولايت د سړکونو د ساتنې او څارنې رييس سيد عبدالله حمايت وايي چې د پښتون پله ستونزه د انديښنې وړنه ده او ډېر ژر به ترميم شي.
د حمايت د څرګندونې له مخې: تر يوې راتلونکې اوونۍ پورې به د دغه پله د ترميم کار بشپړ او ستونزه حل شي.
حمايت وايي: له بده مرغه ددغه پله دستنو له شاوخوا څخه په غير معياري ډول د شګو وړل د دغه پله په زياتو برخوکې د ويجاړېدو سبب شوى دى.
خو دى ټينګار کوي چې د هرات ولايت د سړکونو د ساتنې او څارنې رياست په خپل  وخت عملي اقدامات او د استحکاماتو جوړول پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له زياتې مودې راپدېخوا يوشمېر مدني فعالان او د هرات خلک تل د هريرود له سيند څخه په غير معياري او غيرقانوني ډول د شګو د وړلو په اړوند انديښنمن دي.
ختم - ج - اکرم

Last modified on Thursday, 19 September 2019 03:50

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.