23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کابل ښار په دويمه ناحيه کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز پرانيستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
د کابل والي محمد يعقوب حيدري او د احصائيې او معلوماتو د ملي ادارې لوى رييس احمد جاوېد سولي نن د کابل ښار په دويمه ناحيه کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز  نن پرانیست.
دغه مرکز په پرمختللي وسايل سمبال دی او ۸۰ کارکوونکي لري چې هره ورځ د برېښنايي تذکرو په وېش بوخت دي.
په هغو مراسموکې چې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د کابل ښار په دويمه ناحيه کې ترسره کړل؛ کابل والي محمد يعقوب حيدري د برېښنايي تذکرو د وېش په اړوند د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې کارونه وستايل او هغه يې د اجرااتو په شفافيت او  د اداري فساد په مخنيوي کې ارزښتناک ګام وباله.
کابل والي څرګنده کړه: برېښنايي تذکرې د هېواد د خلکو هويت ته درناوی دى چې د هغو په وېش سره کولاى شو د هېواد د خلکو دقيقه احصائيه ترلاسه کړو او د خدمتونو په وړاندې کولوکې د مشخصو او منظمو پروګرامونو په جوړولوکې استفاده ترې وکړو.
د هغه د څرګندونو له مخې: د دغې ادارې په رهبرۍ کې د نويو مسوولينو په راتګ سره د خدمتونو د وړاندې کولو په بهيرکې اساسي بدلونونه راغلي دي.
د غونډې په دوام د احصائيې او معلوماتو د ملي ادارې لوى رييس احمدجاوېد رسولي د خلکو د ۱۰۰ زرو هغو تذکرو يادونه هم وکړه چې په تېرو دوو مياشتوکې د دغې ادارې کارکوونکو راټولې کړې دي او پر هغوی د برېښنايي تذکرو د وېش بهير به په نږدې راتلوونکي کې پيل شي.
رسولي د برېښنايي تذکرو په وېش کې د اسانتياوو د برابرولو په اړوند وویل: له دې وروسته هغه هېوادوال چې کاغدي تذکرې لري؛ کولاى شي له تصديق او ضمانت  پرته برقي تذکرې ترلاسه کړي.
په دغو مراسموکې د کابل ولايت ادارې يوشمېر کارکوونکو هم برېښنايي تذکرې ترلاسه کړې.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Monday, 23 September 2019 03:59

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.