21 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دايران دکورنيو چارو وزير: له دې وروسته هيڅ افغان اړ نه دى چې دويزې دترلاسه کولو لپاره دالوتکې ټکټ وپيري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
دايران دکورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ دکلنۍ عمومي غونډې ترڅنګ دافغانستان دمهاجرينو دراستنولو چارو له وزيرسيد حسين عالمي بلخې سره په  کتنه کې ايران        ته دافغانانو  د ځمکني سفر د تطبيق خبر ورکړ.
باخترآژانس دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دخبرپاڼې له مخې  خبر راکړ؛  
دغه کتنه نن دسويس په ژنيو ښارکې ترسره شوه په کتنه کې  دافغانستان سفير هم حاضر و.
دهېواد دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير له ايراني لوري څخه غوښتنه وکړه چې دافغان مدرک نه لرونکو مهاجرانو دهويت دتثبيت ، ايران ته دافغانانو دځمکني سفر دتطبيق  او دښاري او ټولنيزو اسانتياو دبرابرولو په برخه کې له هغوى سره مرسته وکړي .
دهغه دڅرګندونوله مخې ؛  دهوايي سفر زيات لګښت ددې سبب کېږي چې دافغانستان يوشمېرخلک غيرقانوني مهاجرت ته تصميم ونيسي اودغه کاردقاچاق وړونکو دبازار  دتوديدو سبب کېږي .
دايران دکورنيو چارو وزير وويل ؛ افغان اتباعو ته دويزې دصادرولو لپاره دالوتکي دټکټ شرط لېرې شوى دى او دغه ژمنه عملي کوي او نور هيڅ افغان اړ نه دى  دويزې دترلاسه کولو لپاره  دالوتکې ټکټ وپيري .
پاى \ ج \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.