دشمال او شمال ختيځو حوزو څاروي واکسين کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف/ دتلې ١٧مه / باختر:
د کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دهېواد په شمال  او شمال ختيځو  حوزو کې په کابو يوميليون څارويو دبرسولز واکسين پروګرام پيل کړ.
دکرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخينکي مسوول غلام ملاخيل  باخترآژانس        ته وويل چې دغه وزارت دلسو ميليونو افغانيو په ارزښت دبرسولز واکسين  دهېواد دشمال  اوشمال ختيځو  حوزو  په څارويو تطبيقوي.
هغه زياته کړه چې برسولز يوه حيواني ناروغي ده  چې اخته څارويو دشېدو له لارې  انسان ته سرايت کوي .
پاى \ ذ

 

back to top