22 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دلېندې لومړى / باختر : دپوهنې وزارت خبرتيا دښوونځيو له زده...

دطالبانو له لوري  په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

دطالبانو له لوري په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

-کابل /دلندې لومړى / باختر : دطالبانو ډلې دملي اردو لس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

غير معياري لوحې راټولېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
دلوحو او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح کمېسيون نن دکابل ښار په اتمه ناحيه کې دغير معياري لوحو دراټولولو  کمپاين پيل کړ .
دلوحو اوداعلانونو دتابلوګانو داصلاح کمېسيون دلسو غړو ، يوه رييس او يوه منشي سره داطلاعاتواوفرهنګ ، صنعت او سوداګرى ، کورنيو چارو ، پوهنې او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  دوزارتونو ، کابل ښاروالۍ ،دکسبګرو  دملي اتحاديې  او دملي امنيت دلوى رياست له استازو څخه متشکل  دى  چې دخدمتونو دوړاندې کولو دبنسټونو دځينوپرديو او نامتعارفو کلمو دتصحيح او مخنيوي په مقصد په ١٣٩٦ کال کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارودمعين فاضل سانچارکي  په مشرۍ جوړ شوى دى .
په دې کمپاين کې دپلورنځيو ، روغتونونو ، ميلمستونونو او دټولنيزو خدمتونو دوړاندې کولو دځينومرکزونو يوشمېر لوحې چې نومونه يې له نامتعارفو  اويا بهرنيو کلمو څخه مرکب و دکابل ښاروالۍ دکارکوونکوپه واسطه راټولې شوې .
  ددغه کمېسيون ديوه غړي دڅرګندونوله مخې ، تراوسه پورې دکابل  ښار په دوېمه ، څلورمه ، شپږمه ، او اوومه ناحيه کې غير معياري لوحې تصحيح شوي دي او ټاکل شوې ده چې دغه بهير  په کابل ښار کې دټولو  لوحو او ټابلوګانو تر تصحيح پورې   عملي شي .    ختم_ عطاالله_ اکرم

Last modified on Sunday, 13 October 2019 13:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.