25 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبغلان ديني عالمانو دسولې ملاتړوکړ .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : په لسګونو ديني عالمانو...

په تخار کې ١٥٧ پروژې عملي شوي دي .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : دتخار دکليو دبيا رغاونې...

دسالنګونو لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده .

کابل / دليندي ٥مه / باختر : دسالنګونومسوولان وايي چې ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لسګونو ځوانانو خوست ته سفر وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ـ متون/دتلې۲۵مه/باختر
د افغانستان د شاخوا ۲۱ ولایتونو لسګونو ځوانانو چې یو شمېر نجونې هم ورسره ملتیا کوي خوست ته یې د سفر په ترڅ کې د وطندار پروګرام پرانیسته و کړه.
وطندار پروګرام د سیمه ييزو ارګانونو د ولسي پروګرامونو یوه برخه ده چې موخه یې د یو بل له دودونو سره د ځوانانو اشنا کول دي.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي چې د دا ډول سفرونو په ترسره کولو سره د بېلابېلو سیمو د خلکو مفکورې له یو بل سره شریکې کېږي او د عامه ذهنیت جوړونې لپاره یوه ښه هڅه ده.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ادارې مسوولینو هم د خوست د بېلابېلو برخو په اړه ورغلو ځوانانو ته معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې له نورو ولایتونوڅخه خوست ته ورغلي ځوانان هم دغه سفر ګټور بولي او زیاتوي چې دلته له شته ذهنیت، مېلمه پالنې او ترسره شویو پرمختګونو څخه خورا اغېزمن شوې دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.