لسګونو ځوانانو خوست ته سفر وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ـ متون/دتلې۲۵مه/باختر
د افغانستان د شاخوا ۲۱ ولایتونو لسګونو ځوانانو چې یو شمېر نجونې هم ورسره ملتیا کوي خوست ته یې د سفر په ترڅ کې د وطندار پروګرام پرانیسته و کړه.
وطندار پروګرام د سیمه ييزو ارګانونو د ولسي پروګرامونو یوه برخه ده چې موخه یې د یو بل له دودونو سره د ځوانانو اشنا کول دي.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي چې د دا ډول سفرونو په ترسره کولو سره د بېلابېلو سیمو د خلکو مفکورې له یو بل سره شریکې کېږي او د عامه ذهنیت جوړونې لپاره یوه ښه هڅه ده.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ادارې مسوولینو هم د خوست د بېلابېلو برخو په اړه ورغلو ځوانانو ته معلومات وړاندې کړل.
په همدې حال کې له نورو ولایتونوڅخه خوست ته ورغلي ځوانان هم دغه سفر ګټور بولي او زیاتوي چې دلته له شته ذهنیت، مېلمه پالنې او ترسره شویو پرمختګونو څخه خورا اغېزمن شوې دي.
پای/وصال

back to top