21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په افغانستان کې څلور سوه زره تنه داقليم دبدلونونو په پايله کې بې ځايه شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر :
داقليم  دبدلون دنړيوالې  اوونۍ په مناسبت نن دشهيد استاد برهان الدين رباني په پوهنتون کې يوه غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغې غونډې په پيل کې دژوند دچاپيريال ساتنې دملي ادارې لوي رييس شاه زمان ميوندي په لنډو خبرو کې وويل افغانستان دهغو هېوادونو له جملې  څخه دى چې داقليم بدلون دغه هېواد ته زيات زيانونه اړولي دي .
دهغه دڅرګندونوله مخې،دډبرو سکرو او دغير معياري سوند توکو کارول داقليم په بدلون کې اساسي رول لري .
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې دژمي په فصل کې دې غير معياري سوند توکي ونه کاروي .
هغه خلکو ته دپوهاوي ورکولوپه کار کې درسنيو په رول باندې هم ټينګاروکړ
وروسته له پېښو سره دمبارزې په چارو کې ددولت وزير نجيب اقا  فهيم ويناوکړه او ويې ويل چې داقليم دبدلون په پايله کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې  څلور سوه زره تنه له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه بې ځايه شوي دي .
هغه  له ټولواړوندو ادارو څخه چې داقليم له بدلون څخه درامنځته شويو خطرونو دمخنيوي لپاره دې په همغږى  سره عمل  وکړي.
وروسته دشهيد استاد برهان الدين رباني دښوونې او روزنې پوهنتون رييس ذبيح الله اسدي ، اودښځو  دچارو وزارت معينې  نبيلې مصلح داقليم دبدلون دبېلابېلو  اړخونو او له هغه څخه درامنځته شويو خطرونو په باب اوږدې خبرې وکړې .
دغونډې په پاى کې  دژوند دچاپيريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال انجنير عزت الله صديقي ، له پېښو سره دمبارزې په چارو کې ددولت وزارت استازي محمد قاسم حيدري ، دکليو دبيا رغاونې او پرمختياوزارت سلاکارې  انجنيرې  ناجيې  خروټي  او دکابل پوهنتون دځمکې پېژندنې دپوهنځي استاد محمد نعيم اقرار داقليم دبدلونونو او په افغانستان کې دهغو دمنفي اغيزو په باره کې خبرې وکړې .
دځمکې تودوخې ددغې خاورينې سيارې اوسيدونکو ته جدي اندېښنې  رامنځته  کړي دي
داسې ورځ نشته چې دنړۍ دبېلابېلو هېوادونو  مدني فعالان او اتباع دځمکې دزيات تودوخې دمخنيوي لپاره دلاريون په کولو سره دنړۍ دمشرانو  پاملرنه دغې حياتي موضوع ته جلب نه کړي.
په دې غونډه کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي اداري او ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  ، جګپوړو دولتي مقاماتو ، دبين المللي  بنسټونو اودمدنې ټولنې استازو او دلوړو زده کړو  دبنسټونو استادانو ګډون کړى و.  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.