22 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

خبرتيا

خبرتيا

کابل /دلېندې لومړى / باختر : دپوهنې وزارت خبرتيا دښوونځيو له زده...

دطالبانو له لوري  په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

دطالبانو له لوري په هلمندکې دملي اردو دلسو سرتېرو خلاصون

-کابل /دلندې لومړى / باختر : دطالبانو ډلې دملي اردو لس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر
په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو.  
ټاکل شوې ده مسوولين په چپرهار ولسوالۍ کې د څاګانو په کيندلو سره د دغو کورنيو  د اړتيا وړ اوبه برابره کړي.
د چپرهار ولسوال محمد صديق دولتزي باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې ٩ ژورې څاګانې وکيندل شي چې کليوالي خلک د لومړي  ځل لپاره د څښاک روغتيايي اوبه ته لاسرسى پيدا کړي.
په چپرهار ولسوالۍ کې خلکو مخکې له دې دويالو او چينو له اوبو څخه استفاده کوله.
دوى وايي: له غيرروغتيايي اوبو څخه استفاده، د خلکو ترمنځ د ډول ډول ناروغيو د خپرېدو سبب کېږي.
دغه راز ټاکل شوې ده د سيند اوبو د څپانده کېدو او د سېلاوونو د زيانونو د مخنيوي لپاره په چپرهارکې استادي دېوال جوړ شي. دغه دېوال د ١٠٥ مترو په اوږدوالي د سيند په غاړه کې جوړېږي.
په وروستيو کلونوکې څو ځلې د سيند اوبو څپانده کېدل او د سېلاونو راوتل په چپرهار ولسوالۍ کې د خلکو د کورونو او کروندو د ويجاړېدو سبب شوي دي.
د څښاک اوبو د دغو څاګانو د کيندلو او د استنادي دېوال د جوړولو لګښت چې ٣ ميليونه ٢٠٠ زره افغانۍ اټکل شوى دى؛ حکومت ورکوي.
پاى\ ج \ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.