15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په پروان کې ١٢٠ ځوانانو...

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

- کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په نيمروزکې د څه دپاسه...

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر په کندزکې پرون پر ٩٠٠...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم لومړى / باختر
د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د استوګنې د کورونو د بام پر سر د لمریزې برښنا انرژۍ کارونې لومړنۍ ملي برنامې د پرانېستنې ورکشاپ د ۱۳۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو دمسؤلینو په ګډون پیل شو.
دغونډې په دې پیل کې، چې د افغانستان برښنا شرکت په نوښت د کابل سټار هوټل د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د افغانستان برښنا شرکت لوى اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د سوداګریزو چارو رئیس احمد خالد ستانکزي، د عملیاتي ریاست سرپرست انجنیر محمدناصر احمدي، د مالي او اداري ریاست سرپرست محمدالیاس صمدي او د برښنا شرکت د یو شمیر نورو څانګو مسؤلینو او دغه راز د اوبو او انرژۍ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو او اقتصاد وزارتونو د مشرتابه پلاویو او د سوداګرۍ خونو مسؤلینو ګډون کړی ؤ.
د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم جوړولو لپاره له کمپنیو سره هوکړې ته د رسیدو ورکشاپ پیل غونډه کې د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي انجنیر امان الله غالب په خپلې وینا کې ددې پروژې په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې د برښنا تولید سرچینو برخه کې د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم یوه غوره او ګټوره پروژه وبلله او د افغانستان برښنا شرکت له لوري یې له ګرانو هېوادوالو سره د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د هغوی ملاتړ برخه کې ستره لاسته راوړنه وبلله.
د بام پر سر د لمریزې برښنا سیسټم جوړولو لپاره له کمپنیو سره هوکړې ته د رسیدو ورکشاپ پیل غونډه کې د مینه والو شرکتونو د لومړنۍ مسودې لپاره هوکړې ته د رسیدو لپاره ګډې خبرې وشوې او ددې پروژې ټولو تخنیکي، اقتصادي، قانوني او اداري پړاونو په اړه نظرونه تبادله او معلومات ورکړل شول.
د بام پر سر د لمریزې برښنا او اوبو ګرموونکي سیسټم جوړولو ملي برنامه کې به د استوګنې کورونو ته د لمریزې برښنا سیسټم تر ټولو مخکې له کابل پوهنتون سره شریک او له بشپړې ارزونې وروسته به له ټاکلو کمپنیو د سیسټم لپاره څیړل او ارزول شوي توکي اخیستل کیږي.
ددې سیسټم ټولو توکو پنځوس سلنه لګښت به پیرودونکي په پیل کې ورکوي او پاتې پنځوس سلنه نور لګښت به یې د افغانستان برښنا شرکت له لوري له پیرودونکو د برښنا بیلونو کې د دریو کلونو په موده کې ګرځول کیږي.
لمریزه او بادي برښنا د نوې کېدونکې انرژۍ له ډلې دوه مهم ډولونه دي، چې دا مهال د نړۍ په کچه ورڅخه ګټه اخیستل کیږي او د افغانستان برښنا شرکت هم د برښنا انرژۍ له اړخه پر ځان د بسیاینې په موخه دې برخو کې ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري او د ټولو اړوند پلانونو بشپړاوي لپاره یې د افغانستان برښنا شرکت په چوکاټ کې د عملیاتي ریاست تر چتر لاندې د نوې کېدونکې انرژۍ معاونیت هم رامنځته کړی دی. پاى- فضل واحد

Last modified on Thursday, 24 October 2019 03:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.