03 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له ٢٠٠ کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دکروناويروس دخپرېدو پرخلاف ...

 نهه تنه  په جنايي جرمونو کې  دلاس لرلو په تور ونيول شول .

نهه تنه په جنايي جرمونو کې دلاس لرلو په تور ونيول شول .

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ...

خبرتيا

خبرتيا

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دبرېښناشرکت خبرتيا دبيړنۍ کمېټې دپريکړې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په غورکې د ماشومانو د حقوقو ملاتړ کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/دلړم ١٦مه/ باختر
د ماشوم د حقوقو د ملاتړ لپاره پرون په غور ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د غور والي غلام ناصر خاضع وويل چې په دغه ولايت کې زياتره ماشومان خپلو حقوقو ته لاسرسى نه لري او په هېواد کې د ماشومانو د لارې پر سر زيات چلنجونه  او ستونزې پرتې دي.
خاضع په غورکې له ټولو ديني بنسټونو څخه وغوښتل چې دښځو او ماشومانو پرخلاف تاوتريخوالي په اړه د منبرونو له لارې خلکو ته پوهاوي ورکړي.
د غور د کار او ټولنيزو چارو رييس فضل الحق وحيد هم د ماشومانو د حقوقو په اړه  خبرې وکړې او ويې ويل چې په افغانستان کې د ماشوم د حقوقو د ملاتړ قانون تصويب شوى دى او بايد تطبيق شي.
هغه وويل چې د غور د کار او ټولنيزو چارو رياست دغه قانون ټولو ادارو ته استولى دى چې هر اړخيزه همکاري وشي.
د کار او ټولنيزو چارو رييس زياته کړه چې په غورکې يولړ پروګرامونه ترلاس لاندې دي چې د هغو له مخې بې وزلي ماشومان پېژندل کېږي. يونېسف او د کار او ټولنيزو چارو رياست د دغو پروګرامونو ملاتړ کوي.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.