21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د ښځو پر وړاندې د...

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

د ملي امنیت یو کارکوونکی په نیمروزکې شهید کړای شو

- کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر ناپېژاندو وسله والو کسانو...

 د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

د کندز ښار شاوخوا سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کېږي

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر د وسله والو طالبانو له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ميلاد النبي(ص) دبشريت دژغورنې پيل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
ميلاد النبي (ص) له تعصب او له باطلو عقايدو څخه دبشريت دژغورنې پيل و . هغه ميلاد چې دځمکې پرمخ دانسان لپاره يې ازادي په سوغات  راوړه او دجهالت باندې يې  دبطلان کرښه  وکښله .
دباختراژانس  دخبرله مخې ، تاريخ  داسلام دستر پيغمبر له ميلاد څخه مخکې  دبشريت دجهالت  شاهد دى .
دبشريت په تاريخ کې ددغه نه تکرار يدونکي ميړني زيږون دخلکو لپاره روښانه او ژوند جوړونکي  پيغامونه لرل . له ظلمت او تورتم او جهل او ناپوهۍ  څخه ژغورنه  ،  آزاد ژوند ، ځوانمردي او ايثار ، له ازادي سره مينه ، دځمکې پرمخ دخداى  دخليفه په توګه له انسان سره چلند ، له شرک اودرواغو څخه لرې والي  ،  بې وزلو او ماشومانو ته پاملرنه دغو پيغامونو سروران نيکې ته مجذوب کړل او هغوى  په تقوا اوقوي ارادې سره الهي امر ته  تعظيم وکړاو زيات زيات  نور کولاى شو داسلام دستر پيغمبر نيکمرغه ميلاد ته نسبت ورکړو .
په هغه څه لاس پورې کول چې داسلام دستر پيغمبر په ميلاد کې رامنځته شول دزياتو څېړنوغوښتنه کوي چې کولاى شوتايخ ته په مراجعې سره  په هغو پوه شو خو هغه څه چې  په اوسنيو شرايطو کې  دپاملرنې وړ دي  دا دي  چې موږ داسلام دمقدس دين لارښود څه ډول پيژنو او خپل پيغمبر څه ډول پيژنو . هغه پيغمبر چې  بدي ته يې  په نيکې ځواب ورکاوه ، هغه پيغمبر چې په ماشومانومهربان و ، هغه پيغمبر چې دفقيرانو او بې وزلو مراعات يې کاوه ، هغه پيغمبر چې د مشرانو زيات درناوى کاوه  ، هغه پيغمبر چې دخپلو يارانوترمنځ يې انس او الفت  ټيگاوه  او په لسګونو نور مبارک او ښه صفتونه  کړنې او چلندونه  لرل . موږ دهغه څه ډول پيروي کوو .
دروايتو له مخې ، که چيرې کوم ماشوم ژړل دخداى  پيغمبر خپل لمونځ لنډاوه او هغه ته رسېده خو موږ نن په  يوه ځانمرګي بريد او چاودنه کې  په سلګونو ماشومان وژنو ، دهېواد دپروګرام  په لسګونو پيروان دجګړې په اور کې ستي کوو .او دلسګونو سوالګرو او بې وزلو وينه دسړک پرمخ توييو او وروسته ادعاکوو  چې جهاد مو کړى دى .
  دتعصب په ګرداب کې  ډوب يو ،.دنورو دبې عزتي په لټه کې يو او قدرت ته درسېدو لپاره  دروازه په دروازه  لالهانده يو . په داسې حال کې چې داسلام ستر پيغمبر  عزت په الهي تقوا کې  لټاوه ،  هغه هيڅکله  څوک  نه  ښکنځل، خو موږ دپرديو ټوپکونه  اخستي دي او ديوبل  ټټرونه په نښه کوو.  فساد کوو ،  بډې اخلو ، نشه يي توکي توليدوو ، اود وژنې په ګډون  په لسګونو نور  ناوړه کارونه ترسره کوو او وروسته  له مقدساتو  څخه دپيروي  لوړه ادعاکوو .
  له نفاق څخه  نفرت نه لرو  ،  سولې ته ارزښت نه ورکوو اوهغو کسانو ته لاس په نامه  ولاړ يو چې دغه هېواد يې  په وار وار  ويجاړ کړى دى .
  له ميلاد النبي (ص)  څخه دنمانځنې  ستر درس دادى چې ويښ شو او داسلام دستر پيغمبر  دمبارک سيرت په پيروى په هېواد کې جګړه ،ښخړه او ورور وژنه پاى ته ورسوو او خپل اسلامي هېواد دنړى په دوزخ  نه بلکې دنړى په ښه الګو بدل کړو .
   ختم _  ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.