03 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

له ٢٠٠ کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دکروناويروس دخپرېدو پرخلاف ...

 نهه تنه  په جنايي جرمونو کې  دلاس لرلو په تور ونيول شول .

نهه تنه په جنايي جرمونو کې دلاس لرلو په تور ونيول شول .

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ...

خبرتيا

خبرتيا

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر : دبرېښناشرکت خبرتيا دبيړنۍ کمېټې دپريکړې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په تېرو لسو مياشتو کې له ترکيې څخه دپنځه ويشتو زرو افغان پناه غوښتوونکو راستنېدل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دافغانستان  دمهاجرينو  اوراستنېدونکو چارو وزارت  وايي  چې دروان ميلادي کال  له پيل څخه تراوسه پورې   پنځه ويشت زره افغان پناه غوښتوونکي له ترکيې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي . 
خودمهاجرت نړيوال سازمان  په خپل وروستي رپوټ کې ويلي دي چې دروان ميلادي کال  له پيل څخه  دتېرې  اوونۍ تر لومړيو وختو پورې  يو ويشت زره درې سوه څلورشپيته افغان پناه غوښتوونکي له ترکيې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي .
  ددغه رپوټ له مخې ، د٤٤٠ تنو راستنېدل  دمهاجرت دنړيوال سازمان په مرسته ترسره شوي دي .
  دافغانستان دمهاجرينو اوراستنيدونکو چارو وزارت له خوا  دوړاندې شويو شمېرنو له مخې ،  اوس کابو  يوسلو شل زره  افغان پناه غوښتوونکي په ترکيه کې ژوند کوي .  په داسې حال کې چې دغه وزارت په تېرميلادي کال کې په ترکيه کې دمېشتو افغان پناه غوښتوونکو شمېر  يوسلو اتيا زره تنه ښودلى و .
ترکيه اروپايي هېوادونو ته درسېدو لپاره  ډيره لنډه لاره ده او زياتره هغه کسان  چې له افغانستان څخه اروپا ته  پناه غواړي  ، همدغه تګلورى غوره کوي .
دمهاجرت نړيوال سازمان ويلي دي  چې په تېرو لسو مياشتو کې يوزرو پنځه سوه دوه اتيا افغان پناه غوښتوونکي له اروپايي هېوادونو څخه راستانه شوي دي  چې په ټوليزه توګه ٦٧٠ تنه په خپله خوښه  راستانه شوي دي او نور له کوربه هېوادونو  څخه شړل شوي دي .
   ختم_ ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.