05 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سوله کې د جومات نقش ټاکونکی دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د لړم ۱۹مه
پرون د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د بختور میلاد ورځ وه. د اسلام د ستر پیغمبر ژوند درې مهم پړاوونه لري: له ولادته تر بعثته، له بعثته تر هجرته او له هجرته تر رحلته.د ده د ژوند هر پړاو خپلې ځانګړتیاوې لري او دا د هر مسلمان دنده ده چې باید د بشریت د دغه ستر لارښود د ژوند هر پړاو، هره شېبه او هره پېښه په ژوره او هر اړخیزه توګه وڅېړي او پند ترې واخلي. کله چې د اسلام ستر پیغمبر له مکې څخه یثرب ته هجرت وکړ اوهلته یې د نوي اسلامي تمدن بنسټ کېښود او یثرب، مدینه شو. د اسلام ستر پیغمبر  په مدینه کې خپل رسالت د جومات له جوړولو پيل کړ. جومات د مسلمانانو د ژوندانه په ټولو اړخونو کې ستر نقش لري. په  اوسنیو شرایطو کې افغانان سولې ته سخته اړتیا لري او جومات د سولې په بسیاکولو کې باید ستر نقش ولري.
د باختر آژانس سیاسی مفسر دغه نقش ته کتنه کړېده او لیکی:
د منبر غږ د اسلام په تاریخ کې د حق اوعدالت، سولې  او پخلاینې، اتحاد، اتفاق او یووالي غږ پاتې شوی دی او تل یې مسلمانانو ته د اسلام رښتینی پیغام رسولی دی. افغانان د جومات درناوی کوي، هغه د خدای کور بولي او تل هڅه کوي چې پنځه وخته لمونځ په جومات کې ادا کړي. په افغاني ټولنه کې د جومات نقش یوازې د هغه په عقیدتي او باوري اړخ کې پای نه مومي، بلکې تر هغه خورا ستر او پراخ دی. دا باید د یو واقعیت په توګه ومنل شي، چې هر هغه څه چې د جومات له منبره وویل شي، هره بلنه چې د جومات له منبره انګازې وکړي، خلک ورته لبیک وایي، هرکلی یې کوي، ملاتړ یې کوي او په خپل ژوند کې یې عملي کوي.
نن افغانان تر هرڅه ډېر سولې ته اړتیا لري. د سولې لپاره هم دننه په هېواد کې او هم له هېواده بهر هڅو زور اخیستی دی. افغانان د هرهغه کوښښ چې د سولې په موخه ترسره کېږي، هر کلی کوي، خو دا هڅې به هغه مهال بریالۍ شي چې د جومات د منبر غږ ورسره غبرګ شي. دا هڅې به هغه مهال بریالۍ شي چې د افغانستان د ټولو جوماتونو له منبرونو د سولې غږ انګازې وکړي. دا هڅې به هغه مهال بریالۍ شي چې د سولې، پخلاینې او ورورۍ غږ د هر لمانځه په دعا کې راغبرګ شي او د هرې جمعې  د لمانځه په خطبه کې راغبرګ شي. د جوماتونو ملاامامان باید خپلو مقتدیانو ته د اسلام د ستر پیغمبر اخلاق او سیرت تشریح کړي، د هغه ستر پیغمبر د ژوندانه پړاوونه او پیغامونه ورته ورسوي او ټینګار وکړي چې تاوتریخوالی، زورزیاتی، بې عدالتي، خپلسري، لوټل او وژل د اسلام له اصولو او ارزښتونو سره اړخ نه لګوي. غوره به وي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اوهمدارنګه د علماوو شورا په دې اړه د مرکز او ټولو ولایتونو له ملاامامانو او خطیبانو سره غونډې وکړي او د جوماتونو د منبرونو له لارې د سولې د غږ د پورته کولو په اړه ورته لارښوونې وکړي. که د هر جومات ملاامام او خطیب وکولای شي خپل مقتدیان له تاوتریخوالي، بدو کارونو او ګناهونو راوګرځوي، نو له شک پرته سراسري او تلپاتې سولې ته د رسېدو لاره به ډېره اسانه او رالنډه شي.
ن. ش.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.