د رسول اکرم (ص) نېکمرغه ميلاد په پنجشيرکې ونمانځل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) نېکمرغه ميلاد نن د پنجشير د رخې ولسوالۍ په ميراخېلو جامع جومات کې ونمانحل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه غونډه چې د پنجشير د رخې ولسوالۍ د ځوانانو ټولنې د عالمانو، د مدرسو د زده کوونکو، ځوانانو او مخورو په ګډون جوړه کړې وه؛ برخه والو د آنحضرت (ص) د شخصيت په اړه خبرې وکړې او د اسلام ستر پيغمبر يې د بشريت ټولنې ته د سولې، سوکالى او آرامۍ ښکارندوى وباله.
مولوي احمدالله هاشمي نژاد چې د غونډې په پيل کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د آنحضرت (ص) رسالت د ځمکې پرمخ انسانانو ته د نېکمرغه ژوند ستر رحمت او لارښود و، د ربيع الاول ١٢مه؛ د اسلام د ستر پيغمبر (ص) له  نېکمرغه ميلاد سره برابره ده او مسلمانان دغه ورځ د نړۍ په ګوت ګوټ کې نمانځي.
ختم- ج - اکرم

Last modified on Monday, 11 November 2019 11:23
back to top