21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لغمان کې څه دپاسه ٢٠٠ کسانو فراغت لیکونه ترلاسه کړل

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر د لغمان په مرکز قرغه یي...

په فراه کې ٢٠٠ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر د سرې میاشتې ټولنې دفتر پرون...

شپږ وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر شپږ وسله وال طالبان په هلمند...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد په ختيځ کې د اوبولګولو يو ستر کانال بيارغول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم ٢٢مه/باختر
د هېواد په ختيځ کې د مرواريد کان چې د اوبو لګولو يو ستر کانال دى؛ بيارغول کېږي.
دغه کانال چې د کونړ له سيند څخه سرچينه اخلي؛ په ننګرهارکې دى.
ټاکل شوې ده جاپان د دغه کانال په بيارغاونه کې اقدام وکړي.
د دغه ستر کانال د بيارغاونې  لګښت ٧٠٠ زره امريکايي ډالره اټکل شوى دى.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له يو جاپاني بنسټ سره د مرواريد کانال د بيا رغاونې د قرارداد د لاسليک په وخت کې وويل: د دغه کانال په بيارغاونې سره به زياته کرنيزه ځمکه خړوبه شي.
د مرواريد کانال په بيارغاونې پروژه کې ټاکل شوې ده د سيمې څه دپاسه ٩ زره  ځوانان په کار وګومارل شي.
د ننګرهار والي د مرواريد کانال بيارغاونه د بزګرانو لپاره ښه خبر وباله او ويې ويل چې هلې ځلې کوي د دولت او مرستندويو بنسټونو په مرسته په ننګرهارکې د لسګونو نورو کانالونو د ترميم لپاره زمينه برابره کړي.
پاى\ج\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.