07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په فرزې او شکردرې ولسوالۍ کې د دوو چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / دچنګاښ۱۷ / باختر د کابل د۱۱۱چټک غبرګون د...

 په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ١٧مه/ باختر د کابل پوليسو څو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل، هرات او بلخ د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زياتو پېښو ډګر و

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٢مه/باختر
د ١٣٩٨ کال له پيل څخه تر اوسه په هېواد کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ٢زره ٥٢٧ قضيې په لويه څارنوالۍ کې ثبتې شوې دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي نن په يوه  خبري غونډه کې وويل چې د ١٣٩٨ کال له پيل څخه په هېوادکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ٢زره ٥٢٧ قضيې ثبتې شوې وې چې د لويې څارنوالۍ له خوا څېړل شوې دي.
د رسولي د څرګندونوله مخې: د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي زياتې قضيې له کابل وروسته په هرات او بلخ کې ثبتې شوې دي چې د جنسي تېري، فحشا ته د اړايستلو،  سوځولو، د ځان سوځولو ته د اړ ايستنې، ټپي کولو، معلوليت، وهلو او ډبولو، جبري نکاح، د واده له حق څخه د بې برخې کولو، ځورونې، په ميراث کې د تصرف د مخنيوي او د زده کړې له حق څخه مخنيوي پکې شامل دي.
رسولي زياته کړه چې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د کمښت لپاره دغې ادارې  د هېواد په ٣٤ ولايتونوکې د تاوتريخوالي د بندولو څارنوالۍ جوړې کړې دي چې ددغو  ادارو په جوړېدو سره د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي پېښو د څېړنې لپاره زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي.
پاى \ج \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.