15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د بغلان پوليسو يو غلا کړى شوي موټر څو ساعته وروسته خاوندته يې وسپاره

د بغلان پوليسو يو غلا کړى شوي موټر څو ساعته وروسته خاوندته يې وسپاره

کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر: وسله والو غلو نن سهار يوسراچه ډول...

دکابل ښار د ترافيکو د تنظيم  تخنيکي کميټې غونډه وکړه

دکابل ښار د ترافيکو د تنظيم تخنيکي کميټې غونډه وکړه

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر: د کابل ښار د ترافيکو د...

د ترکش هوايي شرکت  کابل ته  خپلې الوتنې بندې کړي دي

د ترکش هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بندې کړي دي

-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر: د ترکش هوايي شرکت په کويد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دشبرغان ښار په سلګونو اوسيدونکو له ګازي برېښنا څخه ګټه واخسته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
په شبرغان ښار کې په ازمايشي توګه له طبيعي ګازو څخه دبرېښنا رسونې بهير پيل شو .
دباختراژانس دخبرله مخې ، له پنځوسو ميګاواټو برېښنا څخه دوه ديرش ميګاواټه برېښنا په ازمايشي توګه فعال شوى دى او دجوزجان ، سرپل  او دفارياب دولايتونو اوسيدونکي له هغه څخه استفاده کوي .
دجوزجان والي لطف الله  عزيزي وويل:  ددغې پروژې په وروستي پړاو کې  دبرېښنا دتوليد ظرفيت لوړ کېږي او په دغو ولايتونوکې زياتې ساحې به تر پوښښ لاندې  ونيسي .
هغه زياته کړه چې ددغو ولايتونو اوسيدونکي دترکمنستان  له اوولس ميګاواته برېښنا څخه استفاده کوله چې زياتره وخت له پرچوي سره مخ کېدل .
ويل کېږي  په جوزجان کې  ١٣٧ګازي څاګانې شته  چې دګاز په زيرمو کې  سل مليارده مترمکعب  ګاز اټکل شوى دى چې همدا اوس  له څلويښتو څاګانو څخه ګاز استخراج کېږي او له هغه څخه دشبرغان ښار اوسيدونکي دخپلو کورونو دتودولو او دمزارشريف  دسرې اوبرېښنا په فابريکه کې کيمياوي  سرې دتوليد  په خاطر  استفاده کېږي.    ختم_ عطاالله_اکرم               

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.