په سالنګونوکې د ټيلري وسايطو او لويو لاريو تګ راتګ بند شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست وايي چې په سالنګونوکې د ټريلري وسايطو او لويو لاريو تګ راتګ بند شوى دى.
باختر آژانس د سالنګونو د ساتنې او څارنې د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن خپره شوې ده؛  خبر راکړ: په شمالي او جنوبي سالنګونوکې د واورې د اورښت د دوام له کبله تر بلې خبرتيا پورې د ټريلري او لويو لاريو تګ راتګ بند دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: مسافر وړونکي بسونه او نور وسايط کولاى شي په ډېر احتياط او ژمنيو تجهيزاتو سره له سالنګونو څخه تېر شي.
دغه راز د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست له ټولو چلوونکو څخه غواړي: که چېرې په دې لويه لاره کې له کومې ستونزې سره مخ کېږي؛ له (٠٧٠٧٢٤٠٠٠٧) شمېرې سره دې اړيکه ونيسي.
پاى \ ذ

back to top