16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

په غورکې د جګړو له امله لسګونو بېحايه شويو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر په غورکې د جګړو له امله پرلسګونو بېځايه شويو کورنيو...

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

په کندزکې د طالبانو د ځانمرګو بريدونو د ښوونې او روزنې مسوول ونيول شو

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر پوځيانو تېره شپه په عملياتوکې د وسله والو طالبانو د...

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې ونيول شول

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر درې ډار اچوونکي په کاپيسا کې د ملي اردو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزيرهرات ته سفر وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
هرات ولايت ته دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير  له سفر سره جوخت  دکورنيو بې ځايه شويو کسانو  ستونزې  وڅېړل شوې .
  دمهاجرينو  دراستنولو دچارو وزير سيد حسين عالمي بلخي دهرات ولايت  دټولنيزو چارو له مرستيالې اوسرپرستې  مونسې حسن زاده سره په کتنه کې دراستنوشويو او د بې ځايه  شويوکورنيو او دهېواد په امنيتي او دفاعي ځواکونو دشهيدانو دکورنيوله دولتي ځمکو څخه داستفادې په مقصد دمستحقينو دانتخاب دلايحې دتدوينولو خبرورکړ او هيله يې وکړه چې دغه لايحه ډير ژر  په هرات کې عملي شي .
دکتنې په بهير کې دهرات  دټولنيزو چارو مرستيالې هم ددغې لايحې دتطبيق او دشهيدانو کورنيو اودغه راز بې ځايه شويو اوراستنيدونکو کسانو ته  دځمکې  دويشلو اودلايحې دتطبيق په لاره کې دسيمه ييزې ادارې  دتياري  ډاډ ورکړ .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير  داستادکمال الدين بهزاد دښارګوټي  دخط اچولو په مقصد دپنځو ميليونو افغانيو  دځانګړي کولو خبرورکړ .
په دې کتنه کې  دسعادت او داستاد کمال الدين بهزاد په ښارګوټو کې دځمکو دويشلو دبهير په باب خبرې وشوې او لازم تصميمونه ونيول شول .  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Saturday, 16 November 2019 11:29

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.