08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د ننګرهار د کرنې او اوبو لګولو رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو.
انجنير سميع الله نصرت نن سهار کله چې د يوه رسمي ماموريت لپاره کابل ته روان و؛ د هغه د سپرلۍ موټر په سرخګانو ساحه کې له يو بل موټر سره ټکر وکړ او ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي له باختر آژانس سره په اړيکه کې په دې ترافيکي پېښه کې د انجنير سميع الله نصرت وژل کېدل تاييد کړل.
انجنير سميع الله نصرت شپږ مياشتې مخکې د ننګرهار د کرنې او اوبولګولو رييس ټاکل شوى و.
ختم- ج - اکرم


 

Last modified on Monday, 18 November 2019 04:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.