10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې  دچګ جمهوريت  له سفير سره وکتل

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم...

د( ګنج  قناعت)  دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

د( ګنج قناعت) دښکلې ليکنې داثارو نندارتون پرانستل شو .

کابل /دليندې ١٩مه /باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ښځو چارو د وزيرې پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مناسبت د ښځو چارو د وزيرې الحاج دلبر نظري پيغام
ګرانو هېوادوالو، عدالت پلوو ښځو او نارينه وو!
عدالت غوښتونکو سازمانونو، ارګانونو، ادارو او څانګو !
د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيوالې ورځې په اړوند د نوامبر ١٦ ورځنيز کمپاين په داسې شرايطوکې اعلانوي چې زموږ خلک د تروريستي بريدونو او تاريخوالي ګواښونو تر فشار لاندې په سختۍ سا باسي. د دې لپاره ادارې، سازمانونه او اشخاص د جګړې او تاوتريخوالي د درولو کمپاين فعال ګډون ته رابولي.
دغه کمپاين د نوامبر له ٢٥ مې څخه پيل او د ډسمبر تر١٠مي پورې چې د بشري حقونو نړيواله ورځ ده؛ دوام مومي. هيله من يوو چې ټولې دولتي ادارې، مدني ټولنې، سازمانونه او بنسټونه په خپلو امکاناتو، اقداماتو او نوښتونو سره په دغه کمپاين کې برخه واخلي او د خپلو خويندو بلنې هوکړه وکړي.
تاوتريخوالى نړيواله ستونزه ده، افغانانو ته ځانګړې نه ده، خو بدبختانه چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسيزو جګړو له امله تنده شوى په ملي پرختيا کې د ښځو د ګډون مخه يې نيولې ده.
د تاوتريخوالي کمولو لپاره هغه بنسټيز اقدامات چې ترسره شوي دي؛ په لاندې ډول دي:
د دولت په اساسي او نورو قوانينوکې د ښځو حقوق او ونډه مسجل شوي او د پلي کولو ميکاينزمونه يې هم جوړ شوي دي. تاوتريخوالى د جرم په توګه په قوانينوکې ثبت شو. د تاوتريخوالي د مخنيوي عالي کمېسيون او ولايتي کمېسيونونه، همداسې په دې اړوند د څارنواليو څانګې، ځانګړې محکمې او دملي پوليسو مديريتونه په مرکز او ولاياتوکې له تاوتريخوالي سره په مبارزه کې بوخت او ښکيل دي.
د ښحو چارو ولايتي رياستونه له ښځينه زندانونو او روغتونونو څخه نظارت کوي. د ښځو د قضيو او شکايتونه څېړنه کېږي، د تاوتريخوالي ځپلو ښځو ملاتړ کېږي، کورسونه، ورکشاپونه، د پوهاوي او روزنې ناستې او د پوهاوي کمپاينونه، د خلکو د ذهنيت بدلولو لپاره جوړېږي، رسنۍ هم عدالت ته د ښځو د لاسرسي  په لټه کې دي.
اوس د دې وخت دى چې عالمان او روحانيون بايد د جوماتونو له لارې مسلمانانو ته د [وعاشروهن بالمعروف] غږ ورسوي او د جګړې او تاوتريخوالي په درولوکې ونډه واخلي.
راځئ چې د دغه کمپاين د ليکو په پراخولو سره د تاوتريخوالي مخه ونيسو.
ختم – ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.